د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ شاخص؛ افغانستان خبریالانو ته تر ټولو بد هېواد دی


په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ د شاخص په اساس، چې د بې سرحده خبریالانو سازمان ترتیب کړی، افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

د دغې موندنې له مخې افغانستان له اریتیریا او سوریې څخه وروسته په نړۍ کې د مطبوعاتو په ازادۍ کې په ۱۸۷م مقام کې دی. اریتریا په ۱۸۰م او سوریه په ۱۷۹م مقامونو کې دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي دي چې افغانستان کې د خبریالانو د مرګ ژوبلې او توقیف له کبله دا هېواد د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې ۲۶ درجې ښکته شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د راپور له مخې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ څخه نیولې تر ۲۰۲۳ پورې۶۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د دغه سازمان په شاخصونو کې راغلي دي چې په نړۍ کې افراد (سیاسي مقامات) د مطبوعاتو ازادۍ ته ګواښونه پېښوي.

په راپور کې ویل شوي‌ چې حکومتونه د خبریالانو په حفاظت کې پاتې راغلي ‌دي ‌او د خبریالانو د ملاتړ سازمانونه د رسنیو ازادۍ ته په درناوي کې د کموالي، د حکومتونو او نورو افرادو له لوري په رسنیو د فشارونو د زیاتېدو شاهدان وو.

ناروې د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه لومړی مقام لري، خو په دغه شاخص کې ویل شوي دي‌ چې له سیاسي پلوه یې خپل امتیازات له لاسه ورکړي او شا ته تللی دی.

په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د شاخص په اساس منځنی ختیځ په ۲۰۲۴ کې د رسنیو د ازادۍ تر ټولو بد وضعیت کې و.

هغه هېوادونه چې د مطبوعاتو ازادي په کې ښه وه، ټول یې اروپا کې دي او په خاص ډول د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دي.

ناروې، ډنمارک، سویډن، هالنډ، فنلنډ، استونیا، پرتګال، ایرلنډ، سویس او جرمني په ترتیب سره په لست کې له لومړي مقام څخه نیولې تر لسم پورې یو په بل پسې دي.

خو په شرقي اروپا کې بیا د ناسمو معلوماتو او رسنیو د سانسور له پلوه وضعیت ښه نه و. روسیه په دغې سیمې کې په ۱۶۲م، بلاروس په ۱۶۷،‌ ترکمسنتان په ۱۵۷ او ګرجستان په ۱۰۳م مقام کې دي.

متحده ایالتونه هم د دغه شاخص په اساس، د تېرکال په پرتله ۱۰ درجې ښکته شوی دی او اوس په ۵۵م مقام دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG