د متحدو ایالتونو په ټاکنو کې ایالتونه د خپلو حزبي تړاونو په اساس په سور، شین او ارغواني رنګونو پېژندل کېږي.دا رنګونه څه مانا لري او له کوم ځای څخه یې سرچېنه اخیستې؟ جزیات یې په دې ویدیو کې وګورئ:
د پيښورپه حيات آباد لوبغالۍ کې د معلولينو او د ښوونځیو زده کوونکو لپاره یو درې ورځنی ورزشي فیسټیوال جوړ شوې و چي پکې د ۴۵۰ څخه زيات نارينه او ښځينه معلولو لوبغاړو په ۳۴ بيلا بيلو ورزشونو کي برخه درلوده.
'اندر شهر بازار' په پېښور ښار کې د سرو زرو او ګاڼو د پیر او پلور تر ټولو پخوانی او مشهور بازار ګڼل کیږي. دغه بازار ته د خيبرپښتونخوا ایالت ډیری خلک د واده او د خوښیو د نورو مراسمو لپاره د ګاڼو د پیرودلو لپاره ورځي.
د ژوب "تکۍ" کلي اوسېدونکی شاه فیصل وایي په ماشومتوب کې ګوزڼ وهلی دی. سره ددې چې ګوزڼ هغه په دواړو پښو معیوب کړی دی، خوهغه خپل همت نه دی بایللی. نوموړی د خیاطۍ ترڅنګ کروندګر هم دی او لدې لارې یې ځانته د ګټې او نفقې پیدا کولو زمینه مساعده کړې ده.