د لاس رسي وړ اتصالات

حماس د اسرائیل سره د اوربند وړاندیز ومانه


 له یو میلیون څخه زیاتو فلسطینیانو د غزې په نورو برخو کې د جګړې له امله په رفح کې پناه اخیستې ده.
له یو میلیون څخه زیاتو فلسطینیانو د غزې په نورو برخو کې د جګړې له امله په رفح کې پناه اخیستې ده.

د حماس ډله وایي په غزې کې د اسرائیل سره جګړې بندولو لپاره یې د اوربند وړاندیز منلی.

دې ډلې په یوې اعلامی کې ویلي چې مشر یې، اسماعیل حانیه دوشنبه، مې شپږمه (غوایي ۱۷) د قطر د صدراعظم او د مصر د استخباراتو د وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې دا خبر ورکړی.

د حماس په اعلامیې کې ندي ویل شوي چې د کومو شرایطو له مخې یې د اوربند دا وړاندیز منلی دی او خپل شرایط یې هم دي په ډاګه کړي.

په عین حال کې د اسرائیل حکومت د حماس د اعلان څخه وروسته ویلي چې خپل یو پلاوی قاهرې ته استوي چې د منځګړو هیوادنو سره د حماس لخوا د اوربند موافقې په منل کیدو باندې خبرې وکړي خو دا یې هم ویلي چې د اوربند لپاره د حماس وړاندیزونه د "اسرائیل د غوښتنو څخه لیرې" دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د جګړې د کابینې غړیو سره د ملاقات څخه وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي سره لدې چې د حماس وړاندیز د اسرائیل د اساسي غوښتونو څخه لیرې دی خو بیا هم د "کار په کچه" یوه ډله قاهرې ته د خبرو لپاره واستوي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د جګړې کابینې غړیو د رایو په غوڅ اکثریت پریکړه کړې چې اسرائیل په رفح کې په حماس د فشار راوړلو لپاره پوځي عملیات جاري وساتي تر څو اړ یې باسي چې برمته شوي کسان خوشې کاندي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ ویلي چې د حماس ځواب ارزوي.

د حماس ډلې تر دې وړاندې ویلي و چې یوازې په هغه صورت به اوربند کوي چې د غزې څخه اسرائیلي ځواکونه په بشپړه ووځي او بشپړ اوربند وشي خو اسرائيل بیا هوډ څرګند کړی چې د حماس ډله به له منځه وړي او د برمته شویو کسانو د تړون په بدل کې به په غزې کې جګړه بنده نکړي.

اسرائیل همدارنګه ویلي که د حماس سره د برمته شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې اوربند وشي یا نه ځواکونه به یې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې پوځي عملیات وکړي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا ۱۱۷۰ کسان چې اکثر یې ولسي وګړي وو، ووژل شول. ددې ډلې تندورانو همداشان د تېر کال د اکتوبر په اوومه شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل هم کړل.

له هغه وروسته اسرائیل پر غزه غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل او تر دې مهاله یې د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې په غزه کې څه دپاسه ۳۴۶۵۴ کسان وژلي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG