د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایچ او: په رفح حمله ښایي د 'وینې د حمام' سبب شي


د رفح په ښارګوټي کې څه باندې ۱.۲ ملیون د غزې اوسیدونکو پنا اخیستې.
د رفح په ښارګوټي کې څه باندې ۱.۲ ملیون د غزې اوسیدونکو پنا اخیستې.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او، د جمعې په ورځ مې درییمه (غوایي ۱۴) خبردرای ورکړی چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي د اسرائیل نظامي عملیات به ښایي د "وینې حمام" سبب شي.

ملګرو ملتونو دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې د متحده ایالاتو په ګډون د نړیوالې ټولنې اندیښنو سره سره، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هوډ څرګند کړی چې په رفح کې د حماس وروستیو کنډکونو له منځه وړلو لپاره به پدې سیمې عملیات کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریسیوس خبرداری ورکړ چې په رفح کې چې د غزې نږدې ۱.۲ ملیون وګړو پکې پنا اخیستې، د اسرائیل نظامي عملیات امکان لري چې د ناوړه عواقبو سبب شي.

ښاغلي ګیبریسیوس د اکس په شبکې کې لیکلی، "د روغتیا نړیوال سازمان ژوره اندیښنه لري چې د غزې په رفح کې بشپړ نظامي عملیات به ښایي د وینې د حمام سبب شي او د (غزې) روغتیایي نظام به چې وار د مخه له کار لویدی، لا کمزوری کاندي".

سره لدې چې د روغتیا نړیوال سازمان په رفح کې احتمالي ترتیبات نیولي دي خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې په سیمې کې "له کار لویدلی" روغتیایي سیستم به ونشي کړي د ډیرو کسانو د مرګ ژوبلې چاره وکړي.

د دې نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې د اسرائیل په درنو هوایي بمباریو کې د غزې تړانګې اکثریت روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي او یا له منځه تللي دي

ملګرو ملتونو ویلي چې د غزې له ۳۶ روغتونونو څخه یوازې ۱۲ او د ۸۸ اساسي روغتیایي مرکزونو څخه ۲۲ یې څه نا څه فعال دي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان په احتمالي پلان کې دا هم شامل دي چې روغتیايي خدمات بیرته ژوندي شي.


د روغتیا نړیوال سازمان تر څنګ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم خبرداری ورکړی چې په رفح کې نظامي عملیات به د "قتل عام" سبب شي.

د دې ادارې ویاند ینز لایرک په خبري کنفرانس کې وویل چې په رفح کې د بشري مرستو رسولو ادارې وار د مخه له ستونزو سره مخ دي او د اسرائیل نظامي عملیات به دې هلو ځلو ته غټه ضربه ورسوي.

د اسرائیل صدراعظم د همدې تیرې سه شنبه اپریل ۳۰ ژمنه وکړله چې که د حماس ډلې سره د برمته شویو کسانو خوشې کیدو او اوربند په هکله موافقه وشي یا نه د دې هیواد دفاعي ځواکونه به د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې نظامي عملیات وکړي.

نتنیاهو چې پخپل دفتر کې یې د برمته شویو کسانو د کورنیو غړیو سره خبرې کولي ویلي چې د ټولو اهدافو تر لاسه کولو وړاندې د جګړې بندول "امکان نلري" او دا یې هم ویلي چې د "بشپړې کامیابۍ" تر لاسه کولو لپاره د اسرائیل دفاعي ځواکونه د رفح ښارګوټي ته ننوزي.

دا ښارګوټی چې دغزې تړانګې او مصر په پولي پروت دی، د غزې تقریباً نیمايي وګړو پکې پنا اخیستې. اسرائیل ګمان کوي چې د حماس ډلې برمته شوي کسان په همدې ښارګوټي کې ساتي.

په غزې کې جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو له بې ساري برید وروسته پیل شوه. د اسرائیلي مقاماتو په خبره، په دغه برید کې۱۱۷۰ زیاتره ملکي کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر واک لاندې د غزه د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په غچ اخیستونکو عملیاتو کې تراوسه ۳۴۵۶۸ کسان مړه شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

اسرائیل وايي چې د یرغمل شویو کسانو له جملې څخه شاوخوا ۱۲۹ یې تراوسه په غزه کې له حماس سره قید پاتې دي چې ښايي ۳۴ یې وژل شوي وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG