د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن غزې ته په مرستو او رفح کې د پوځي عملیاتو په مخنیوي ټینګار کړی


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن (چپ) د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په بیت المقدس کې کتلي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن (چپ) د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په بیت المقدس کې کتلي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۲) د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې غزې ته د مرستو رسولو بهیر چټک شي او په ګڼ میشتي رفح ښار کې له پوځي عملیاتو څخه ډډه وشي.

د تیرو څه کم اوو میاشتو جګړو په ترڅ کې د غزې تړانګې له شمالي او نورو برخو څخه نږدې یو میلیون فلسطینیان د تړانګې په جنوب کې د مصر پولې ته څېرمه رفح ښار ته کډه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې له نتنیاهو سره په خبرو کې، بلینکن "د رفح په اړه د متحده ایالاتو څرګند دریځ تکرار کړ." بلینکن له دې وړاندې هم اندېښنه څرګنده کړې وه چې په رفح کې هر راز پوځي عملیات، په دغه ښار کې د کډوالو له ګڼې ګوڼې ډکو کمپونو د اوسېدونکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي او له همدې کبله یې امریکا مخالفت کوي.

د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې د پیل راهیسې، دا منځني ختیځ ته د بلینکن اووم سفر دی. نوموړي په بیت المقدس کې له نتنیاهو سره د هغه د کار په دفتر کې کتلي دي.

بلینکن تمه لري چې د حماس او اسرائیل ترمنځ موقتي اوربند پلی شي او په ترڅ کې یې له حماس سره یرغمل کسان خوشې شي.

نتنیاهو د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اوربند سره سره به په رفح کې پوځي عملیات وکړي.

میلر وویل، بلینکن له نتنیاهو سره په کتنه کې ددغه پلان په اړه غږېدلی او ویلي یې دي چې "حماس د اوربند د پلې کېدو په وړاندی خنډ ګرځېدلی دی."

بلینکن همدارنګه غزې ته په بیړنۍ توګه د لا زیاتو بشري مرستو د رسولو غږ کړی. ملګرو ملتونو په غزه کې د قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

بلینکن ومنله چې غزې ته وروسته له هغه د مرستو رسولو بهیر چټک شوی چې تیره میاشت د متحده ایالاتو د فشار په نتیجه کې اسرائیل غزې ته غځېدلې ځینې لارې پرانیستې. میلر وویل چې بلینکن په خپلو خبرو کې، "ددغه پرمختګ په چټکولو او دوام ټینګار کړی دی."

په غزې کې جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو له بې ساري برید وروسته پیل شوه. د اسرائیلي مقاماتو په خبره، په دغه برید کې۱۱۷۰ زیاتره ملکي کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر واک لاندې د غزه د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په غچ اخیستونکو عملیاتو کې تراوسه ۳۴۵۶۸ کسان مړه شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

اسرائیل وايي چې د یرغمل شویو کسانو له جملې څخه شاوخوا ۱۲۹ یې تراوسه په غزه کې له حماس سره قید پاتې دي چې ښايي ۳۴ یې وژل شوي وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG