د لاس رسي وړ اتصالات

مصر کې د غزې د موقت اوربند په اړه خبرې بیا پیل شوې؛ د اسرائیل پلاوی تر اوسه ندی ورغلی


د غزې د ویجاړیو یوه څهډه
د غزې د ویجاړیو یوه څهډه

د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو په موخه د شنبې په ورځ مې څلورمه (غوايي ۱۵مه) د مصر په پلازمېنه قاهره کې مذاکرات پیل شوي، خو تر اوسه د اسرائیل استازو په دې خبرو کې ګډون نه دی کړی.

د قطر، مصر او متحده ایالاتو منځګړیو د شنبې په ورځ په قاهره کې د حماس له یو پلاوي سره وکتل چې د ۴۰ ورځني اوربند وړاندیز ته د دې ډلې ځواب واوري. د دغې طرحې له مخې په دې احتمالي موافقه کې د اسرائیل له زندانونو څخه د فلسطینیانو د خلاصون په بدل کې د یرغمل شویو بندیانو تبادله هم شامله ده.

اسرائیل تر اوسه خپل پلاوی قاهرې ته نه دی لېږلی. د اسرائیل یو لوړ پوړي مقام فرانس پرس ته ویلي چې هیواد به یې دا کار یوازې په هغه صورت کې وکړي چې په وړاندیز شوي چوکاټ کې "مثبت حرکت" شتون ولري.

دغه اسرائیلي مقام خبرداری ورکړی، چې د یوې ریښتینې موافقې لپاره، تمه کیږي چې خبرې اترې به "سختې او اوږدې" وي.

پخوانۍ خبرې اترې د حماس ډلې او د اسرائیل د حکومت د دریځونو له امله په ټپه ولاړې وې.

حماس د دايمي اوربند او د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتونکي دی او د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو په رفح سيمه کې د دغې ډلې د سخت دريځو پر ځپلو ټينګار کوي. د غزې په شمال کې د اسرائیل د نژدې اوه میاشتنیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱،۲ میلیونه فلسطینیانو د رفح سیمې ته پناه وړې ده.

د رفح په سیمه کې د اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو پلان نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا ۱۱۷۰ کسان چې اکثر یې ولسي وګړي وو، ووژل شول. ددې ډلې تندورانو همداشان د تېر کال د اکتوبر په اوومه شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل هم کړل.

له هغه وروسته اسرائیل پر غزه غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل او تر دې مهاله یې د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې په غزه کې څه دپاسه ۳۴۶۵۴ کسان وژلي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې او ددې سیمې روغتونونو ویلي دي چې په رفح او د هغې په لرې پرتو سیمو کې د اسرائیل بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ویلي چې د غزې په تړانګه کې د استوګنې ۷۰ سلنه ودانۍ یا په بشپړه توګه او یا هم په نسبي توګه ویجاړې شوې دي. د ملګرو ملتونو په وینا، د غزې بیا رغونه به هغو هڅو ته اړتیا ولري چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې نه دي لیدل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG