د لاس رسي وړ اتصالات

حماس او اسرائیل یو بل د اوربند د موافقې په نه کولو ملامت کړي دي


په رفح کې نږدې ۱.۳ ملیون فلسطینیانو پنا اخیستې.
په رفح کې نږدې ۱.۳ ملیون فلسطینیانو پنا اخیستې.

په غزې کې د اسرائیل- حماس تر منځ د جګړې بندولو لپاره د حماس استازو او متحده ایالاتو، قطر او مصري منځګړو تر منځ خبرې اترې شنبه مې څلورمه ( غوایي ۱۵) د مصر په پایتخت قاهرې کې پرته له کومې موافقې پای ته ورسیدې.

پدې خبرو اترو کې منځکړي هیوادونه د ۴۰ ورځو لپاره د اوربند وړاندیز کوي چې په همدې ترڅ کې به د حماس ډله د اسرائیل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خوشې کیدو په بدل کې ملکي برمته شوې میرمنې خوشې کړي.

خو د حماس ډله بیا په بشپړه توګه د جګړې بندیدل او له غزې څخه د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتل غواړي ؛ اسرائيل بیا هوډ څرګند کړی چې د حماس ډله به له منځه وړي او د برمته شویو کسانو د تړون په بدل کې به په غزې کې جګړه بنده نکړي.

اسرائیل همدارنګه ویلي که د حماس سره د برمته شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې اوربند وشي یا نه ځواکونه به یې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې نظامي عملیات وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او خبردرای ورکړی چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي د اسرائیل نظامي عملیات به ښایي د "وینې حمام" سبب شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریسیوس خبرداری ورکړ چې په رفح کې چې د غزې نږدې ۱.۲ ملیون وګړو پکې پنا اخیستې، د اسرائیل نظامي عملیات امکان لري چې د ناوړه عواقبو سبب شي.

ښاغلي ګیبریسیوس د اکس په شبکې کې لیکلی، "د روغتیا نړیوال سازمان ژوره اندیښنه لري چې د غزې په رفح کې بشپړ نظامي عملیات به ښایي د وینې د حمام سبب شي او د (غزې) روغتیایي نظام به چې وار د مخه له کار لویدی، لا کمزوری کاندي".

په غزې کې د اوربند په هکله د منځګړو هیوادونو او حماس استازو تر منځ خبرې د مصر په پایتخت قاهرې کې روانې دي او اسرائیل دې خبرو ته خپل استازي ندي استولي.

د اسرائیل یو جګپوړي چارواکي په حماس تور لګولی چې د اوربند په هکله د موافقې امکان "شنډوي" ځکه چې د جګړې بندیدو لپاره له خپلو غوښتنو نه تیریږي.

د حماس یو جګپوړي چارواکي بیا د شنبې په ورځ ویلي چې دا ډله به داسې موافقه ونه مني چې په غزې کې په بشپړه توګه د جګړې بندیدو سبب نشي او د اسرائیل په صدراعظم بنیامین نیتنیاهو یې تور لګولی چې په شخصي توګه د اوربند موافقې په مخکې خنډ دی.

سره لدې چې منځګړو هیوادونو غوښتل د شنبې په ورځ پوه شي د حماس ډله د اسرائیل لخوا وړاندیز شوې اوربند ته څه ځواب وایي خو د حماس دې جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دا ډله به په هیڅ صورت داسې اوربند ونه مني چې په غزې کې په بشپړه توګه جګړې بندیدل پکې په ښکاره توګه نه وي یاد شوي.

همدارنګه په مصر کې دولتي مطبوعاتو د شنبې په ورځ ویلي و چې په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ شوی خو پدې هکله یې نور جزیات ورنکړل.

د متحده ایالاتو د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي آی اې مشر ویلیم برنز هم د جمعې په ورځ قاهرې ته تللی چې د اوربند په موافقې کې د امریکا په استازیتوب برخه واخلي.

لا معلومه نده چې آیا د حماس ډله به د اوربند موافقه ومني او پخپلو غوښتنو کې به نرمښت وښیي او کنه او یا دا چې اسرائیل به د حماس ډلې له منځه وړلو لپاره د خپلې جګړې لاس واخلي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا ۱۱۷۰ کسان چې اکثر یې ولسي وګړي وو، ووژل شول. ددې ډلې تندورانو همداشان د تېر کال د اکتوبر په اوومه شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل هم کړل.

له هغه وروسته اسرائیل پر غزه غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل او تر دې مهاله یې د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې په غزه کې څه دپاسه ۳۴۶۵۴ کسان وژلي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې او ددې سیمې روغتونونو ویلي دي چې په رفح او د هغې په لرې پرتو سیمو کې د اسرائیل بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ویلي چې د غزې په تړانګه کې د استوګنې ۷۰ سلنه ودانۍ یا په بشپړه توګه او یا هم په نسبي توګه ویجاړې شوې دي. د ملګرو ملتونو په وینا، د غزې بیا رغونه به هغو هڅو ته اړتیا ولري چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې نه دي لیدل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG