د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان د طبیعي ګازو د پایپ لاین د پروژې د بشپړولو د حل لار لټوي


ایران او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې د طبیعي ګازو ددغه پايپ لاین د غځولو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هره ورځ له ۲۱ میلیونو تر ۲۸ میلیون متر مکعب ګاز د ایران له جنوبي سیمو د پاکستان بلوچستان او سند ایالتونو ته انتقالیږي.
ایران او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې د طبیعي ګازو ددغه پايپ لاین د غځولو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هره ورځ له ۲۱ میلیونو تر ۲۸ میلیون متر مکعب ګاز د ایران له جنوبي سیمو د پاکستان بلوچستان او سند ایالتونو ته انتقالیږي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ایران د قونسلګرۍ مشر، حسن نوریان د دوشنبې په ورځ، مۍ شپږمه (غوايي ۱۷مه) وویل چې ایران او پاکستان په دې لټه کې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د طبیعي ګازو د پایپ لاین د پروژې د بشپړولو لپاره چې په پرله پسې ډول ځنډول شوې ده، یوه حل لاره ومومي.

نوريان وويل: "موږ د دې پروژې د بشپړولو لپاره د پاکستان د سياسي هوډ کتوونکي یوو."

ایران او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې د طبیعي ګازو ددغه پايپ لاین د غځولو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هره ورځ له ۲۱ میلیونو تر ۲۸ میلیون متر مکعب ګاز د ایران له جنوبي سیمو د پاکستان بلوچستان او سند ایالتونو ته انتقالیږي.

د طبیعي ګازو د انتقال لپاره د ۱۹۰۰ کیلومترو په اوږدوالي ددغه پایپ لاین د غځولو تړون چې د دواړو هېوادونو لخوا د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی، د پاکستان د اړتیا وړ انرژۍ یوه لویه برخه برابروي.

ایران ویلي چې تر اوسه یې په خپله خاوره کې د دغه پایپ لاین د جوړولو لپاره دوه میلیارده ډالره لګولي دي، خو پاکستان پر ایران د نړیوالو بندیزونو د احتمالي زیانونو له ویرې په خپله خاوره کې د دغه پایپ لاین د غځولو کار نه دی پیل کړی.

پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې د دغه پایپ لاین لپاره لس کاله نور وخت وغوښت چې هغه موده هم د تېر کال په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېده. بلخوا کارپوهان وايي چې ایران کولای شي پاکستان پدغه هوکړې کې د پاتې راتلو له امله نړیوالې محکمې ته راکاږي.

د ایران د قانوني اقدام د ویرې له امله، د پاکستان پخواني سرپرست حکومت د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د ۸۰ کیلومترو په اوږدوالي د دې پایپ لاین د غځولو منظوري ورکړه، څو د دغې پروژې د ځنډېدو له امله ایران ته د ۱۸ میلیارده ډالرو جریمې له ورکولو څخه یې مخنیوی کړی وي.

همدارنګه د پاکستان حکومت په تیر مارچ میاشتې کې ویلي وو، چې پدې لټه کې دی چې دغه پروژې د بشپړیدو لپاره پر ایران د امریکا له بندیزونو څخه معافیت ترلاسه کړي.‌ خو واشنګټن ویلي چې د دې پروژې ملاتړ نه کوي او اسلام اباد ته یې خبرداری ورکړی چې له دې پروژې دې ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر تېره میاشت په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ په پرله پسې توګه ټولو ته دا مشوره ورکړې چې له ایران سره سوداګري د امریکا له بندیزونو سره مل دی. له دې امله ټولو ته دا سلا ورکول کېږي چې دې مسلې ته په غور کتنه وکړي."

خو په کراچۍ کې د ایران د قونسلګرۍ څانګې مشر، حسن نوریان د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا پروژه د نړیوالو بندیزونو تابع نه ده او د نوموړي په وینا، تهران او اسلام اباد په دې اړه په خبرو اترو بوخت دی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چیرې پاکستان په روان کال کې دغه پروژه بشپړه نه کړي، آیا د ايران لخوا به د قانوني چلند سره مخ شي، څه ونه ویل.

طبعي ګاز د پاکستان د صنایعو او عامو وګړو لپاره د انرژۍ لومړۍ سرچینه ده. بلخوا اسلام باد هڅه کوي چې طبیعي ګاز نه یوازې له ایران څخه، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونو څخه هم دغه هېواد ته انتقال کړي.

له روسيې وروسته ايران په نړۍ کې د طبيعي ګازو دويم سترې زيرمې لري، خو د لويديځ لخوا بنديزونه، داخلي سياسي کړکېچونه او د ګازو د صادراتي پايپ لاینونو د پروژو په عملي کولو کې ځنډ ددې مخه نيولې ده چې تهران دې په نړۍ کې دګازو ستر صادرونکي هېواد شي.

ایران د خپلو اتومي فعالیتونو له امله د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې دی او هر هغه هېواد چې له ایران سره سوداګري وکړي، د امریکا له بندیزونو سره مخامخ کېدای شي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس او رویټرز خبري اژانس راپورونه کارول شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG