د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د راشد خان په کپتانۍ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه


د افغانستان کرکټ بورډ سه شنبه اپریل ۳۰ ( غوایي ۱۱) د کرکټ راتلونکي نړیوال جام سیالیو لپاره د پنځلسو لوبغاړو لوبډله یا سکواډ اعلان کړ.

د شلو شلو اورونو د نړیوال جام سیالۍ په ویسټ انډیز او متحده ایالاتو کې کیږي چې د جام په لومړي پړاو کې د افغانستان هیڅ یوه لوبه هم په امریکا کې نشته.

په لوبډله کې تقریباً ټول هماغه لوبغاړي دي چې د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې په عربي متحده اماراتو کې د آیرلینډ لوبډلې په خلاف په دریو شل اوریزو لوبو کې لوبیدلي و.

په پنځلسو لوبغاړو کې ۶ یې آلرونډران یا داسې لوبغاړي دي چې هم توپ وهنه او هم توپ اچونه کوي.

همدارنګه ننګیالي خروټي او محمد اسحاق ته هم په لوبډلې کې ځای ورکړل شوی او دا به یې لومړي ځل وي چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره په نړیوال جام کې لوبه کوي. دوي دواړوو تیر ځل د نولس کلنو په لوبډلې کې هم برخه درلوده چې خروټی پکې کپتان و.

دوه چپ لاسي توپ وهونکي صدیق اتل او حضرت الله ځاځی بیا په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی. د احتیاطي لوبغاړو پدې لیست کې تیز توپ اچوونکی سلیم صافی هم دی.

د افغانستان لوبډله:

راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګربز، ګلبدین نائب، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، نجیب الله ځدراڼ، محمد اسحاق، کریم جنت، ننګیالی خروټی، مجیب الرحمان، نور احمد لکڼوال، نوین الحق، فضل الحق فاروي او فرید ملک.

د ۲۰۲۴ نړیوال جام سیالۍ د جون د میاشتې په لومړۍ د امریکا او ویسټ انډیز په ګډ کوربه توب پیلیږي چې لومړۍ لوبه به د کاناډا او امریکا تر منځ وي.

د افغانستان لومړۍ لوبه به د یوګانډا سره د جون په درییمه وي.

افغانستان په سي ګروپ کې د نیوزلینډ، ویسټ انډیز، یوګانډا او پاپوا نیو ګیني سره دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG