د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام کې د ناامنیو ګواښ؛ چارواکو د امنیت ډاډ ورکړ


د ویسټ انډیز د کرکټ لوبغاړي
د ویسټ انډیز د کرکټ لوبغاړي

د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام تنظیموونکو د دوشنبې په ورځ مۍ شپږمه (غوايي ۱‍۷) وویل چې په ویسټ انډیز کې ددغو لوبو د امنیت لپاره یو هراړخیز امنیتي پلان چمتو شوی دی.

چارواکو دا خبره وروسته له هغه وکړه چې د ویسټ انډیز په رسنیو کې، د جون په میاشت کې کېدونکي نړیوال جام کې د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه راپورونه خپاره شول.

د ټرینیډاډ او ټوباګو صدراعظم کیت رولي "د یکشنبې ایکسپرس" رسنۍ ته د ۲۰ ټیمونو په ګډون دغه سیالیو ته د متوجه احتمالي امنیتي خطرونو په اړه څرګندونې کړي دي. دا لوبې د ویسټ انډیز او متحده ایالاتو په ګډ کوربه توب ترسره کیږي.

رولي وویل: "د دې حقیقت په پام کې نیولو سره چې بد کسان کولی شي په هر ډول ممکنه ناوړه کار لاس پورې کړي، او دا په حقیقت کې ناممکنه کوي چې د ټولو خواوو په بشپړ ډول مخنیوی وشي."

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا په یوه ګډه اعلامیه کې د دې ډول ویرې د کم ښودلو هڅه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: "موږ په کوربه هیوادونو او ښارونو کې د چارواکو سره ګډ کار کوو، او په دوامداره توګه څارنه او ارزونه کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې لوبو ته د متوجه احتمالي خطرونو د کمولو لپاره مناسب پلانونه موجود دي."

په اعلامیه کې زیاته شوې: "موږ غواړو ټولو شریکانو ته ډاډ ورکړو چې د نارینه و نړیوال ۲۰ اوریز جام کې د هرچا خوندیتوب او امنیت زموږ لپاره لومړیتوب دی او موږ یو جامع او قوي امنیتي پلان لرو."

د راروان نړیوال جام لوبې په نهو لوبغالو کې ترسره کیږي چې شپږ پکې په ویسټ انډیز کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG