د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: طالبانو سره د توافق ابتدايي مرحله د اوباما په وخت کې پیل شوې وه


زلمی خلیلزاد د افغانستان د مصالحې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی
زلمی خلیلزاد د افغانستان د مصالحې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د مصالحې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د کانګرس د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي دي چې له طالبانو سره د توافق ابتدايي مرحله د بارک اوباما په حکومت کې پیل شوې وه، نه د دونالډ ټرمپ په حکومت کې.

خلیلزاد دا مرکه د تېرکال د نومبر په اتمه نېټه له استازو سره کړې وه، خو د بهرنیو اړیکو کمېټې یېرمتن د مۍ په لومړۍ نېټه خپور کړ.

نوموړي ویلي دي، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت په مهال یې یو لیک ترلاسه کړ چې مطمین نه و رښتینی دی که نه- په لیک کې لیکل شوي‌ وو- ظاهرآ د ملا یعقوب له لوري- تاسو پوهېږی هغه څه چې روان و، پوځي حل نه لره او هغوی د وتلو په لټه کې دي.

خلیلزاد د ۲۰۲۰ د ډسمبر په میاشت کې د بایډن حکومت د بهرنیو چارو وزارت انتقالي ټیم ته له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه راپور ورکړ. خلیلزاد وايي ورته ویل شوي‌ وو چې اوربند وغځوي او سیاسي مذاکرات چټک کړي.

نوموړي په دغې مرکې دا خبره هم کړې ده چې د بایډن حکومت غوښتنه دا وه چې د دوحې په تړون کې په شرایطو ټېنګار ونه شي، بلکې په وتلو او ترهګرو سره په مبارزې ټېنګار وشي.

تېره میاشت دوو جمهوریت غوښتونکو سناتورانو لیندسي ګراهام او کتي برت د دموکرات ګوند د اکثریت مشر چک شومر او د جمهوریت غوښتونکو د اقلیت مشر مچ مککانل ته په یو لیک کې ویلي وو: «هاغسې چې کارپوهانو خبرداری ورکړی، له افغانستان څخه په وتلو نوي ګواښونه پیدا شوي دي او دا هېواد یې یو ځل بیا د ترهګرو په پناه ځای او د عملیاتو په مرکز بدل کړی دی.»

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي ‌وو چې په افغانستان کې ترهګر تر پخوا اوس ازاد تګ راتګ لري او په افغانستان او نړۍ کې تروریستي ګواښونه زیات شوي ‌دي. د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د داعش-خراسان ډله په افغانستان کې د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ جنګیالي لري او په ۱۳ ولایتونو کې کمپونو او پناه ځایونه لري.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د طالبانو او امریکا ترمځ لاسلیک شو او خلیزاد د امریکا د حکومت په استازیتوب او ملا عبدالغني برادر د طالبانو په استازیتوب په کې لاسلیکونه کړي.

امریکايي چارواکي‌ وايي طالبانو په تړون کې ژمنه کړې وه چې د یو همه شمول حکومت د جوړولو لپاره به د افغانستان د ټولو ډلو سره خبرې کوي. طالبانو دا ژمنه هم کړې وه چې د بشري‌ حقونو او په خاص ډول د ښځو او اقلیتونو حقونو ته به درناوی کوي او له ترهګرو ډلو سره به خپل روابط شلوي.

بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه په خپلې وروستۍ وینا کې وویل چې په افغانستان کې څه باندې درې لسیزې جګړه د افغانانو د ژوند برخه ده او «واشنګټن په افغانستان کې تاوتریخوالي او د طالبانو بغاوت نه شي ختمولای، خو دا کولای شي چې پرېنږدي دا هېواد بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي».

خلیلزاد دا خبره هم کړې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د دوحې تړون ته د طالبانو د ژمنتیا په اړه هېڅ یوه جامع ارزونه ونه شوه. سپینه ماڼۍ وايي چې طالبانو د همه شمول حکومت د جوړولو او له افغانانو سره د بامفهومه خبرو د پیلولو په اړه په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د استازو خونې د بهرنیو اړیکو له کمېټې سره د خلیلزاد دا مرکه د هغو مرکو لړۍ ده چې د افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې د بهرنیو چارو وزارت له دخېلو چارواکو سره شوي او په وروستیو اونیو کې خپرې شوي دي. د دوحې تړون په اساس، له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه ووتل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG