د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ولې ځنډنی شو


د افغان چارو کارپوهان وايي، داسې ښکاري چې دمګړۍ د پاکستان حکومت له خپله هېواده د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه ځنډولې ده، د دوی په وینا د دې لویه وجه پر اسلام اباد د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو فشار کېدای شي.

ددغو کارپوهانو په وینا ځکه چې نړیوالو بشري سازمانو له وړاندې ویلي ول چې افغانستان کې د امنیت وضعیت سم نه دی او له پاکستانه تللې افغان نجونې د مرګ له ګواښ سره مخامېدای شي.

یاده وي په ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د افغان کډوالو د "پي او ار" کارتونو موده پای ته رسېدلې وه او هم په هغه کال د اکتوبر په میاشت کې د اسلام اباد حکومت په دې هېواد کې غېر راجسټر افغان کډوالو ته له خپله هېواده له د وتو امر کړی وو.

له هغه وروستو د هغه هېواد چارواکو د فبرورۍ پر درېیمې نېټې د افغان کډوالو په پاکستان کې د ایسارېدو نېټه د سږني ۲۰۲۴ کال تر ۳۱مې نېټې پورې وغځوله او مرکزي حکومت د دویم پړاو پیلولو په موخه ټولو ایالتونو ته امر وکړ چې د اپرېل تر پینځلسمې نېټې پورې دې د اسناد لرونکیو افغان کډوالو په باب مالومات راغونډ کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د وینا له مخې په لومړي پړاو کې یې تر پنځه سوه زره زیات بې اسناده افغان کډوال ایستلي دي.

که څه هم په پاکستان کې مېشت افغان کډوال دې حکومتي اعلان اندېښمن کړي دي، خو په پېښور کې د افغان چارو کارپوه او خبریال شمیم شاهد امریکا غږ ته وویل، پر اسلام اباد د نړیوالې ټولنې د فشار له کبله دمګړۍ د کډوالو د ایستلو بهیر درول شوې.

نوموړی زیاتوي د اپرېل پر ۲۳مه نېټه د پاکستان د حکومت د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د افغان کډوالو د نوم لیکنې په باب خبرې شوې وې نو د دې مانا دا ده چې دوی د افغان کډوالو د ایستلو اراده لري، خو د ځینو نړیوالو قوتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د فشار له کبله او د پاکستان د کمزوري اقتصاد له کبله د کډوالو د ایستلو بهیر ځنډول شوی دی.

ښاغلي شاهد وویل:"په لومړي پړاو کې افغانستان ته ستانه شوي ډېری کډوال لاهم تر شنه اسمان لاندې بې سرنوشته پراته دي، او په هغوی کې یې ځینې په یوه نه بله لار پاکستان راغلل."

په پېښور کې د سیاسي چارو کارپوه محمود جان بابر هم په دې اند دی چې د افغان کډوالو د ایستلو خبره همداسې سړه پاتې ده.

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، ګرسره د افغان کډوالو د ایستلو په باب د پاکستان دولت اعلان بې اساسه وو، او خپله تر اوسه د پاکستان د نوي حکومت له لوري هېڅ داسې بیان نه دی راغلی چې ګواکې دوی افغان کډوال ارومرو باسي.

ښاغلی بابر زیاتوي:"پاکستان وړاندې بیا بیا ویل چې په دې هېواد کې میشت ټول افغان کډوال به باسي خو اوس له هغې بیا وروسته شوي دي."

په پېښور بورډ کې د افغانستان د لوګر حاجي محمد دین امریکا غږ ته وویل، د دوی ټوله کورنۍ د افغانستان پېژند پاڼه (اې سي سي کارتونه لري) او د ده بچي هر مازیګر د تلویزیون خبرونو ته ناست يي چې د پاکستان دولت به یې کله د ایستلو امر کوي. نوموړي زیاته کړه:"تاسې باور وکړئ، مړۍ مو له ستوني نه تېرېږي، له یو ډار سره مخامخ یو ژوند مو په عذاب کې دی."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري‌ (یو این اېچ سي‌ ار) په حواله، په پاکستان کې میشت نږدې درې میلیونه افغان کډوالو کې، اته سوه اتیا زره یې د افغانستان پېژندپاڼې (اې سي سي کارتونه) لري او تر یو نیم میلیون پورې یې ناراجسټر دي او پاتې هغه یې "پي او ار" کارتونه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG