د لاس رسي وړ اتصالات

ایف بي آی: جعلکارانو تیر کال د امریکایانو څخه څه دپاسه ۳.۴ میلیارده ډالر غلا کړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي ادارې یا ایف بي آی په تازه راپور کې ویلي چې تیر کال جعل کارانو د بوډا (پاخه عمر لرونکو) امریکایانو څخه څه د پاسه ۳.۴ میلیارده ډالر غلا کړیدي.

پدې راپور چې سه شنبه اپریل ۳۰ (غوایي ۱۱) خپور شوی پکې ویل شوي چې جنایي ډلې د خورا پرمختللو چالبازیو کار اخلي تر څو د پاخه عمر امریکایي اتباع چې په آسانۍ دوکه کیدی شي، دیته اړ باسي چې خپلې سپمول شوې پیسې د لاسه ورکړي.

د ایف بي آی په راپور کې ویل شوي چې اکثریت امریکايي اتباع چې جمعلکارانو ترې پیسې غلا کړي، عمرونه یې د ۶۰ کالونو څخه پورته دي او تیر کال په پرتله پدې ډول غلاګانو کې ۱۱ په سلو کې ډیروالی راغلی.

پدې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې جعلکاران دومره زړه ور شوي چې دننه په امریکا کې خپل کسان کورونو ته استوي چې د پاخه عمر امریکایانو څخه نغدې پیسې او سره زر تر لاسه کړي.

د ایف بي آی د جنایي پلټنو د څانګې مرستیال جیمز برناکل ویلي چې د جعلکارۍ دا ډول کړنې د مسنو امریکایانو لپاره "ملا ماتوونکي" اغیز لري ځکه چې د هغه په قول پدې عمر کې خلک د پیسو ګټلو توان نلري او جعلکاران یې ټولې پیسې غلا کوي.

تیر کال څه د ایف بي آی ادارې ته څه باندې ۱۰۰ زره شکایتونه هغو کسانو کړي و چې عمرونه یې د ۶۰ کالونو څخه پورته دي او جعلکارانو ترې پیسې غلا کړې وې.

دې فدرالي ادارې ویلي چې جعلکارانو د تقریباً ۶ زرو کسانو څخه څه د پاسه ۱۰۰ زره امریکایي ډالر غلا کړي. ښاغلي برناکل وایي چې د منظمو جرایمو او امریکا څخه د باندې جنایي ډلې د جعل کاریو بیلا بیلو تاکتیکونو څخه کار اخلي، چې مینه کول او پانګې اچولو کې ټګي کول پکې شامل دي.

د ایف بي آی په راپور کې ویل شوي چې تر ټولو ډیره جعلکاري چې تیر کال د پاخه عمر امریکایانو سره شوې، هغو کسانو کړې چې ځانونه یې په ټیلیفون کې د ټکنالوژۍ او یا هم مشتریانو خدماتو څانګي استازي معرفي کړي و.

پدې طریقې کې جنایت کوونکي ځانونه د بانک یا حکومت چارواکي او یا هم د ټکنالوژۍ ادارو مامورین معرفي کوي او متضرر شخص دیته هڅوي چې د بانکي حساب معلومات یې غلا شوي او باید خپلې پیسې داسې بانکي حساب ته ولیږدوي چې کنټرول یې په بشپړه توګه د جعلکارانو په لاس کې وي.

د ایف بي آی په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې تیر کال د مې او ډسمبر په میاشتو کې جعلکارانو د پاخه عمر امریکایان دیته هڅولي و چې د بانکي حسابونو معلومات یې پټ شوي او د پیسو خوندي کولو لپاره باید خپلې ټولې پیسې له بانکه وباسي او په بدل کې یې سره زر او یا نور قیمتي شیان واخلي ؛ وروسته جعلکارانو خپل یو شخص د متضررینو کور ته استاوه او له هغوي یې ټولې نغدې پیسې اخیستلې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG