د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په برازیل کې ۷۵ تنه مړه کړي او ۷۰ زره کسان یې کورونو پریښودو ته اړ کړي


د برازیل سیلابونه
د برازیل سیلابونه

د برازیل ملکي دفاع ادارې شنبه مې څلورمه (غوایي ۱۵) ویلي چې د ځمکې ښویدو او سیلابونو په پیښو کې د دې هیواد په جنوبي برخو کې لږ تر لږه ۷۵ تنه مړه شوي او ۷۰ زره نور اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته کډه شي.

دې ادارې ویلي چې په سیلابونو کې ۷۴ تنه ژوبل شوي او ۶۷ نور تري تم شوي هم دي.

د ډیر ورښت له کبله د ریو ګراندې دو سول په ایالت کې د اوبو په بندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې او په ځانګړي توګه یې د پورتو الیګري ښار ته چې ۱.۴ ملیون وګړي پکې ژوند کوي، وضعیت خطرناک کړی.

د ګیوبا په سیند کې چې د همدې ښار څخه تیریږي د اوبو اندازه پکې ۵.۰۴ مترو ته پورته شوې چې د دې هیواد په تاریخ کې هیڅکله اوبه پدې سیند کې دومره نه وې لوړه شوې.

یوازې د ۱۹۴۱ میلادي کال په سیلابونو کې چې برازیل یې سخت ځپلی و،پدې سیند کې د اوبو اندازه ۴.۷۶ متره لوړه شوې وه.

چارواکو په اوبو کې د بندو پاتې شویو کسانو د ژغورلو لپاره د کومک لرونکو موټرو او هغو موټر سایکل ډولو موټرو څخه کار اخیسته چې د اوبو په سر د ګرځیدو وړتیا لري.

په اکثریت ځایونو کې اوبه د خلکو تر ملا پورته دي او ګڼ شمیر خلک پخپلو کورونو کې ګیر پاتې دي.

د ملکي دفاع د ادارې مسؤلینو همدارنګه ویلي چې د سیلابونو له کبله څه د پاسه یو ملیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري او خلکو ته یې دومره ډیر زیان رسولی چې په اوس وخت کې یې حساب نشي کیدی.

د ریو ګراندې دو سول والي ویلي چې د برازیل دې تر ټولو "ښیرازه ایالت" بیا رغولو لپاره به د "مارشال پلان" په شان پراخې پانګې اچولو ته اړتیا وي.

د پورتو الیګري په هوایي ډګر کې د جمعې ورځې راهیسې ټول نړیوال پروازونه تر نا معلومې نیټې ځنډول شويدي.

د برازیل جمهور رئیسې لیوز اناکیو لولا دا سیلوا یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښودل کیږي د دې هیواد یو سرتیری د یو کاله د پاسه له هیلوکوپتر ښکته کیږي او په خښتې د کور بام سوری کوی تر څو یو وړوکی ماشوم چې په کمپلې کې تاو شوی، وژغوري.

جمهور رئیسې وویل چې دا سیلابونه د اقلیمي بدلون له کبله دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG