د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ایران کې د سوله ییزو اعتراضونو ځپل د 'بشر ضد جنایتونو سبب' شوي دي


په ایران کې د ښځو د حقونو د غوښتلو یو لاریون
په ایران کې د ښځو د حقونو د غوښتلو یو لاریون

د ملګرو ملتونو یو پلاوي د جمعې په ورځ مارچ ۸ (کب ۱۸) د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یو راپور په خپرولو سره وویل چې د ایران د حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکه ځپنه د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو لامل شوی چې په ځینو مواردو کې د بشریت ضد جرمونه دي.

د دغه راپور له مخې، د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې ایرانۍ-کردۍ مېرمنې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته، په دې هېواد کې مخ په زیاتېدونکي شمېر ښځې د حجاب د اغوستلو له اجباري مقرراتو څخه سرغړونه وکړه. په غبرګون کې یې د دغه هیواد حکومت د اسلامي حجاب د نه مراعاتولو له امله زیات شمیر ښځې ونیولې او زندانۍ یې کړې.

د مهسا امیني د مړینې په اړه د خلکو غوسه په چټکۍ سره د ایران دننه او بهر په پراخو مظاهرو بدله شوه. په دغو مظاهرو کې ښځو په ښکاره خپل لازمي حجابونه لرې کړل او د علي خامنه اي په مشرۍ د اسلامي جمهوریت رژيم یې له ننګونې سره مخامخ کړ.

له ولسي مظاهرو او د ایران د حکومت له خوا د هغوی له ځپلو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې د دې وضعیت په اړه یوه ځانګړې غونډه راوبلله او د بشري حقونو د فعالانو د وژونکي ځپنې په اړه د تحقیقاتو کولو لپاره یې یوه پریکړه لیک ته رایه ورکړه.

د ایران په اړه د حقیقت موندنې د خپلواک نړیوال پلاوي په لومړي راپور کې ویل شوي چې د بشریت ضد جرمونو"زیاتې سرغړونې چې د هغې جملې څخه قتل، زندان، شکنجه، جنسي تیري او د جنسي تیریو نور ډولونه، ځورونې، جبري ورکیدل او نور غیر انساني عملونه شامل دي، ترسره شوي دي."

د حقیقت موندنې ددغه پلاوي د راپور له مخې، داسې جنابتونه مرتکب کیدل چې په کې قربانیان له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کیږي او له تبعیض سره مخ دي، "ماموریت یې دې پایلې ته ورساوه چې د بشریت ضد جنایت، ازار او ځورونه د جنسیتي دلیلونو په اساس ترسره شوي دي."

په دې درې کسيز ماموريت کې د بنګله دېش د پلاوي مشره سارا حسين، د پاکستان څخه شاهين سردار علي او له ارجنټاين څخه ويويانا کرستچويچ شامل دي.

د ساره حسین په اند، د ایران د حکومت دا کړنې د پراخ او سیستماتیک برید یوه برخه ده چې په ایران کې ملکي وګړي په ځانګړې توګه ښځې، نجونې، هلکان او نارینه په نښه کوي چې د ازادۍ، مساوات، وقار او حساب ورکولو دفاع یې کړې ده.

هغه وويل: "موږ د [ايران] له حکومت څخه غواړو چې سمدستي د سوله ييزو لاريون کوونکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ځپلو مخه ونيسي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG