د لاس رسي وړ اتصالات

تیره اونۍ په تاریخ کې ترټولو ګرمه اونۍ وه - ملګري ملتونه


د شدیدې ګرمې هوا څپه په ځنګلونو کې د اور لګېدو لامل ګڼل کیږي.
د شدیدې ګرمې هوا څپه په ځنګلونو کې د اور لګېدو لامل ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو پورې اړونده د هوا پېژندنې نړیواله اداره وايي، د جولای پیل د نړۍ د موسم د ثبت شوي تاریخ ترټولو ګرمه اونۍ وه.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې وویل که څه هم د "ال نینو" په نوم اقلیمي څپې د جون په میاشت کې هوا ډېره توده کړې وه، خو په تېره اونۍ کې د ګرمې هوا ټول پخواني ریکارډونه مات شوي دي.

په نړۍ کې ترټولو شدیده ګرمه اونۍ په داسې حال کې ثبت شوې ده چې هسپانیا له سختې وچکالۍ او چین او متحده ایالتونه د ګرمې هوا له شدیدو څپو سره مخامخ دي.

د هوا پېژندنې نړیواله اداره وايي، هوا په وچه او سمندر دواړو کې د ریکارډ په کچه ګرمه شوې چې "ښايي پر چاپیریال او ژوندانه باندې ژورې اغېزې ولري."

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې د اقلیم د برخې مسئول کرسټوفر هیویټ وویل: "موږ په یو ناڅرګند وضعیت کې یو او ښايي نور ریکارډونه هم مات شي ځکه چې د ال نینو اقلیمي څپه لا د ودې په حال کې ده او کیدای شي تر ۲۰۲۴ پورې دوام ومومي... دا د ځمکې دپاره د ډیرې اندېښنې وړ خبره ده."

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې وویل چې د راټولو شویو معلوماتو او څارنو پراساس یې د تیرې اونۍ د ترټولو ګرمې هوا اټکل کړی دی.

د اروپا د اقلیم د څارنې ادارې "کوپرنیکس" هم فرانس پرس ته ویلي چې د هغوی د معلوماتو له مخې، تیره اونۍ په ۱۹۴۰ کال کې د موسم د تودوخې د ثبتولو د پیل راهیسې ترټولو ګرمه اونۍ وه.

د کوپرنیکس ادارې ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې، تیره پنجشنبې په اوسط ډول د نړۍ ترټولو ګرمه ورځ وه.

تیره اونۍ، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټیرش وویل "روان وضعیت ښيي چې د اقلیم بدلون له کنټرول څخه بهر دی".

د ګرمۍ له کبله د ۶۱ زره انسانانو مړینه

کارپوهان وايي، بې سارې ګرمي د فصلونو د وچېدو، په غرونو او سمندرونو کې د یخچالونو او کنګل د ویلي کېدو او په ځنګلونو کې د اور لګېدو خطر زیاتوي، او ددې ترڅنګ انسانانو ته بیلابیلې روغتیايي ستونزې ایجادوي.

یوې تازه څېړنې چې نتیجه یې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، موندلې چې تېر کال په اروپا کې د ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۶۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د "نیچر میډیسن" په ژورنال کې د خپرې شوې څیړنې له مخې، ددغو مړو شویو کسانو ډیره برخه د ۸۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي خلک وو او د ګرمۍ له امله مړه شوي شاوخوا ۶۳ سلنه ښځې وې.

د ۱۸۰۰ لسیزې له نیمایي راهیسې نړۍ په اوسط ډول نږدې ۱.۲ سانتي ګراد ګرمه شوې ده، د سختې تودوخې څپې، په ځینو سیمو کې د سختې وچکالۍ او طوفانونو ترڅنګ د سمندرونو د سطحې د لوړیدو لامل ګڼل کیږي.

د هوا پیژندنې نړیوالې ادارې د قلیم د څېړنې د پروګرام مشر مایکل سپارو خبرداری ورکوي چې دا د "ال نینو اقلیمي څپې پیل دی" او ښايي له امله یې نړۍ ډیر ژر د ډیرو نورو جدي اقلیمي بدلونونو شاهده وي.

XS
SM
MD
LG