د لاس رسي وړ اتصالات

پخپله افغانان کولای شي چې د افغانو مېرمنو ستونزې حل کړي - مولوده توانا


مولوده توانا، د مېرمنو د حقونو افغانه فعاله
مولوده توانا، د مېرمنو د حقونو افغانه فعاله

د مېرمنو د حقونو یوه افغانه فعاله چې اوس مهال په اسلام اباد کې ده، وایي، د افغانو وګړو او په ځانګړي ډول د افغانو مېرمنو ژوند پخپله افغانان بدلولای شي.

مولوده توانا وایي په افغانستان کې ښځې له بېلابېلو حقونو څخه محرومې دي خو نړۍ چوپه ده.

نوموړې یوه له هغو مبارزو میرمنو څخه ده چې په کډوالۍ کې هم د افغانو ښځو لپاره کمپاینونه پرمخ وړي او د یوه خوځښت مشري هم کوي.

مولوده د څلورو اولادونو مور ده او دا مهال د اسلام اباد په یو هوټل کې ژوند کوي. وایي د هغې په څېر ګڼې نورې افغانې کورنۍ د بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د بۍ باورۍ ژوند تېروي.

هغه وايي: "بې برخلیکه ژوند، د ماشومانو راتلونکی معلوم ندی، زما خپله ماشومان د دوو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې دي. ټول د یوه بې مانا ژوند سره مخ دي. دلته اقتصادي ستونزې ډیرې دي، د تعلیم او کار زمینې نشته."

د مېرمن توانا په خبره، د افغانو مېرمنو ژوند یوازې د خپلو هېوادوالو په لاس کې دی او د بدلون لپاره یې د افغانانو یو موټی کېدل لازم دي.

هغه وايي: "د افغان ښځو راتلونکی یوازې د طالبانو له خوا ندی یرغمل شوی، بلکي د سیمې او نړۍ د هېوادونو له خوا یرغمل دی، ځکه چې له بده مرغه داسې ښکاري چې دوی همداسې وضعیت غواړي چې افغان وګړي په ځانګړي توګه افغان میرمنې له پامه وغورځول شي."

خو هغه ددې ستونزې حل د افغانانو په توان کې ګڼي او زیاتوي: "خلک دې پرېکړه وکړي، یو شي او د جهل پر ضد ودریږي، او دا ومني چې باید هره ورځ قرباني ورنکړي. خلک باید پوه شي چې د دوی برخلیک یوازې د دوی په لاس دی او یوازې خپله کولی شي چې ژوند بدل کړي."

مېرمن توانا وایي تیر کال یې د افغانو مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنه کړې وه خو بندیزونه د کمېدو پر ځای لا ډیر شوي دي. د نوموړې په څېر لسګونو نورو میرمنو او نړیوالو هڅه کړې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ځپونکي پاليسۍ او اقدامات کم کړي خو د څه کم دریو کلونو د تېریدو باوجود هیڅ مثبت بدلون نه دی راغلی.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG