د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد یو ځل بیا له طالبانو د پاکستان مخالفو ډلو پرخلاف اقداماتو غوښتنه کړې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه ددغه هیواد د مخالفو ډلو پر خلاف، چې د اسلام اباد د ادعا له مخې په افغانستان کې میشتې دي د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ مې دوییم( ثور۱۳) په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په کومو مواردو کې چې ددغه هیواد د قانون پلي کوونکو ادارو په پاکستان کې د تروریستي بریدونو تړاو افغانستان په دننه کې د میشتو عناصرو سره تائید کړی اسلام اباد په دې اړه خپلې اندیښنې د طالبانو حکومت ته رسولي دي.

زهرا بلوڅ وویل:" له هغوی موغوښتي دي ترڅو ددغو کسانو پرخلاف اغیزمن اقدامات ترسره کړي. کومې ډلې چې پاکستان باندې بریدونه کوي او د پاکستان په دننه کې د تروریستي پیښو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي".

اسلام اباد دا اندیښنې په داسې حال کې بیا څرګندې کړي چې پاکستان ته د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د درې ورځنې سفر په پای کې د اپریل ۲۴ (غوايي پنځمه) د دواړو هېوادونو مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی وو.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم څه موده دمخه ویلي و چې په دغه هیواد کې د تروریستي پیښو سرچینه په افغانستان کې ده او د اسلام اباد د ډیرو هڅو باوجود کابل په دې برخه د پام وړ اقدام نه دی کړی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، د مارچ په ۲۷ ( وري اتم) د ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي: "د تروریستي پیښو زیاتیدو ته په پاملرنه، د سرحدونو په وضعیت کې اساسي بدلون ته اړتیا ده. په پاکستان کې د تروریزم منبع په افغانستان کې ده او زمونږ د هڅو سره سره، پدې اړه کابل هیڅ پرمختګ نه لري."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان د ملي رادیو تلیوزیون سره په خبرو کې د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې رد کړې او یو ځل بیا یې وویل چې اسلام‌ اباد باید د خپلې بی‌مسوولیتۍ او ناکامۍ پړه په خپلو ګاونډیانو باندې وانچوي.

مجاهد وویل: "مونږ دغه څرګندونې بې بنسټه بولو...دا چې افغانستان د ستونزو منبع ګڼل کیږي غلطه خبره ده، د مسولیتونو څخه تیښته او د هغوی [پاکستان] د ناکامیو توجیه کول دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG