د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یو بس سیند ته لویدلی او لسګونه کسان پکې مړه شوي


د خیبر پښتونخوا د دانه سر سیمې د ۲۰۲۲ په دې پېښه کې هم نږدې ۲۰ کسان مړه شوي وو.
د خیبر پښتونخوا د دانه سر سیمې د ۲۰۲۲ په دې پېښه کې هم نږدې ۲۰ کسان مړه شوي وو.

د پاکستان پولیسو د جمعې په ورځ مۍ درېیمه (غوايي ۱۴) وویل چې ددغه هېواد په شمالي غرنۍ سیمه کې یو بس سیند ته لوېدلی او له کبله یې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

دا بس له پلازمینې اسلام اباد څخه ګلګت ته روان و، چې نن سهار وختي د چلاس ښارګوټي ته څېرمه ډریور د موټر کنټرول له لاسه ورکړ او یوې ژورې درې ته ولوېد چیرې چې د سند سیند بهیږي.

په چلاس کې د پولیسو مشر عظمت شاه فرانس پرس ته وویل: "سیمه ییزو علماوو د جومات له لاوډ سپیکر څخه د پېښې خبر اعلان کړ او له خلکو یې وغوښتل چې د ټپیانو لپاره وینه ورکړي."

د پولیسو دغه چارواکي وویل چې د ژغورنې عملیات اوس بشپړ شوي او د ۲۱ ټپیانو له جملې څخه د پنځو تنو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په پاکستان کې خونړۍ ترافیکي پیښې معمول دي، چیرې چې د خوندیتوب تدابیر کم په پام کې نیول کیږي او زیاتره وخت د دا ډول پیښو لامل د موټر چلوونکو بې غوري او ټرانسپورټي زیربنا خرابوالی ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG