د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د نایجر یوې هوايي اډې ته پوځیان لیږلي چې امریکايي سرتیري هم پکې میشت دي


د نایجر د پلازمینې نیامی په ۱۰۱ نمبر هوايي اډې کې روسي او امریکايي ځواکونه په داسې حال کې د یو او بل ترڅنګ واقع شوي چې د اوکراین د جګړې له کبله د واشنګټن او مسکو اړیکې سختې خرابې دي.
د نایجر د پلازمینې نیامی په ۱۰۱ نمبر هوايي اډې کې روسي او امریکايي ځواکونه په داسې حال کې د یو او بل ترڅنګ واقع شوي چې د اوکراین د جګړې له کبله د واشنګټن او مسکو اړیکې سختې خرابې دي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن د پنجشنبې په ورځ مۍ دوهمه (غوايي ۱‍۳) وویل چې روسیې په نایجر کې هغې هوایي اډې ته پوځیان استولي چې امریکایي سرتیري هم پکې میشت دي.

متحده ایالاتو له دې وړاندې اعلان کړی و چې له نایجر څخه خپل ځواکونه باسي.

د نایجر پوځي واکمنانو د تیر کال په جولای کې د واک ترلاسه کولو وروسته د مارچ په میاشت کې وویل چې له واشنګټن سره د نظامي همکارۍ تړون پای ته رسوي. واشنګټن ویلي چې له دغه هېواد څخه د خپلو سرتیرو د منظم ایستلو دپاره یې نیامي ته یو پلاوی لیږلی دی.

د ۲۰۲۳ له کودتا دمخه، نایجر په لویدیځه افریقا کې د جهادیانو سره د مبارزې لپاره د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ یوه برخه وه، چې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د اډې ترڅنګ شاوخوا ۱۰۰۰ امریکایي سرتیري پکې ځای پرځای شوي وو.

د نایجر د پلازمینې نیامی په ۱۰۱ نمبر هوايي اډې کې روسي او امریکايي ځواکونه په داسې حال کې د یو او بل ترڅنګ واقع شوي چې د اوکراین د جګړې له کبله د واشنګټن او مسکو اړیکې سختې خرابې دي.

د پنجشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې، په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، اسټن وویل چې د روسیې د سرتیرو لیږلو "زموږ د ځواکونو امنیت ته کومه خاصه ستونزه نده ایجاد کړې."

اسټن وویل: "د ۱۰۱ هوايي اډه، چیرې چې زموږ ځواکونه میشت دي، د پلازمینې د نړیوال هوایي ډګر ترڅنګ موقعیت لري. روسان په یوه جلا ودانۍ کې دي او د متحده ایالاتو ځواکونو او تجهیزاتو ته لار نلري."

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف په مسکو کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې، په نایجر کې دغې هوايي اډې ته د روسیې د پوځیانو د لیږلو راپورونه تائید یا رد نه کړل، خو یوازې دا یې وویل چې مسکو په دفاعي او نور ډیرو برخو کې له افریقایي هیوادونو سره اړیکې ټینګوي.

د منتخب ولسمشر محمد بازوم د حکومت له نسکوریدو وروسته، د نایجر نویو واکمنانو د پخواني استعماري ځواک فرانسې څخه هم خپل سرتیري وایستل.

د نایجر دولتي رسنیو راپور ورکړ چې د پوځي واکمن جنرال عبدالرحمن تیاني او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر خبرو وروسته، د روسیې پوځي سلاکاران تیره میاشت د هوایي دفاع سیسټم او نورو تجهیزاتو سره نایجر ته ورسیدل.

له نایجر څخه د متحده ایالاتو وتل د روسیې لپاره په افریقا باندې د خپل تمرکز ډیرولو په لړ کې یوه نوې لاسته راوړنه بلل کیږي. مسکو همدارنګه په ګاونډي مالي او بورکینا فاسو کې د نظامي رژیمونو ملاتړ کوي.

نایجر له نایجریا سره پر خپله پوله د بوکو حرام جهادیانو او د اسلامي دولت (داعش) د لویدیځې افریقا څانګې د وسله والو له تاوتریخوالي سره مخامخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG