د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان لومړی ځل د نړۍ د ښکلا د ملکې په سیالیو کې ګډون کوي


رومي القحطاني په دې سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د عربستان استازیتوب کوي
رومي القحطاني په دې سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د عربستان استازیتوب کوي

سعودي عربستان به سږ کال د لومړي ځل لپاره د "مس یونیورس" یا د نړۍ د ښکلا ملکې په سیالیو کې برخه واخلي. ټاکل شوې چې د سعودي ۲۷ کلنه ماډله، رومي القحطاني په دې سیالیو کې د عربستان استازیتوب وکړي.

القحطاني د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض ښار کې زیږیدلی او په ټولنیزو شبکو کې د ماډلې او اینفلوینسرې (هغه شخص چې په نورو باندې نفوذ لري) په توګه فعاله ده. د راپورونو له مخې، هغې تر دې وړاندې د سعودي عربستان، منځني ختیځ او د عربي نړۍ د سولې د ښکلا ملکې په سیالیو کې برخه اخیستې ده.

میرمن القحطاني اوس د نړۍ د ښکلا په مشهورو سیالیو کې چې له ۱۹۵۲ کال راهیسې روانې دي، د خپل هیواد استازیتوب کوي.

القحطاني له بحرین د ماډلې لوجین یعقوب وروسته چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د نړۍ د ښکلا د ملکې په سیالیو کې ګډون کړی و، پدې نړیوالو سیالیو کې ددې سیمې څخه دوهمه ګډون کوونکې ده.

هغې دا خبر په خپل انسټاګرام کې چې یو میلیون پیروان لري، شریک کړی او لیکلي یې دي: "زه ویاړم چې د نړۍ د ښکلا ملکې د ۲۰۲۴ کال په سیالۍ کې برخه اخلم."

سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد د ولیعهد محمد بن سلمان د اصلاحي پروګرامونو سره په ټولنه کې د ښځو د ازادۍ او فعالیتونو په برخه کې د پراخو اصلاحاتو شاهد دی.

سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې د جنسیتي تشې د له منځه وړلو لپاره په مختلفو برخو کې د ښځو لپاره یو لړ ازادۍ منلي دي. د بیلګې په توګه د موټر چلولو حق، د ورزشي سیالیو لیدلو لپاره لوبغالو ته تګ، د ۲۱ کلني څخه د پورته عمر میرمنو ته د "شرعي محرم" پرته د سفر کولو حق، د فوټبال په ګډون په ورزشي فعالیتونو کې ګډون، کنسرتونو ته تګ، او له محرم پرته په هوټلونو کې د کوټې کرایه کول له دغو اصلاحاتو څخه دي.

د بدلونونو او اصلاحاتو په ترڅ کې تیر کال ریانې برناوي، د سعودي لومړۍ ښځینه ستورمزلې، د فضايي ماموریت لپاره د نړیوال فضایي ټیم سره یوځای شوه.

پر دې سربیره په رسمي او مهمو پوستونو کې د ښځو په ګمارلو کې هم د پام وړ بدلونونه راغلي دي. سارا السید د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه او هیفا بنت عبدالرحمن الجديع په اروپایي ټولنه کې د سعودي عربستان د سفیرې په توګه او نسرین الشبل په فنلنډ کې د سعودی د سفیرې په توګه وټاکل شوي دي.

سعودي عربستان په دې وروستيو کلونو کې د تفريح او سرګرمیو په برخو کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي او ښځې توانیدلي چې د سندرو ويلو په سياليو کې ګډون وکړي. په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د «سعودي ايډل» د سندرو د سيالۍ په لومړي فصل کې د سعودي ښځينه سندرغاړې، حماس فخري لومړی مقام وګاټه.

د سعودي عربستان پلازمینه ریاض ښار د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم په نهمه د لومړي ځل لپاره د دوو ښځینه غیږې نیوونکو کوربه و. ليسی اوینز او ناتالیا، دوو مشهورو نړیوالو غیږنیونکو د ملک فهد په لوبغالي کې سیالي وکړه.

د ۲۰۲۴ کال د "مس یونیورس" یا د ښکلا د ملکې سیالۍ د لړۍ ۷۳ سیالي ده چې په مکسیکو کې به ترسره شي.

د دې سیالۍ او "مس ورلډ" یا د ښکلا د ملکې سیالۍ ترمنځ اصلي توپیر دا دی چې د لامبو جامو سیالي په کې نشته.

همداشان دا سیالۍ د دودیزو جامو برخه هم لري چې ګډونوالې کولی شي خپلې ملي جامې نندارې ته وړاندې کړي.

القحطاني په ځینو سیالیو کې د سعودي عربستان دودیزې جامې هم نندارې ته وړاندې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG