د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسکو د 'نړۍ د رسنیو د ازاۍ' جایزه د فلسطین خبریالانو ته ورکړه


فلسطیني خبریالان د خپلو هغو همکارانو جوړ شوي او ساختګي تابوتونه انتقالوي چې د اسرائیل او حماس په جګړې کې وژل شوي
فلسطیني خبریالان د خپلو هغو همکارانو جوړ شوي او ساختګي تابوتونه انتقالوي چې د اسرائیل او حماس په جګړې کې وژل شوي

د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او فرهنګ سازمان د پنجشنبې په ورځ مۍ دویمه (حمل۱۳) د 'نړۍ د رسنیو د ازاۍ' جایزه فلسطیني خبریالانو ته ورکړه، چې په غزې کې د جګړې په اړه راپورونه خپروي.

له شاوخوا شپږو میاشتو راهېسې اسرائیل په غزې کې د حماس ضد عملیات کوي او د غزې خبریالان یې په اړه راپورونه ورکوي.

د مسلکي خبریالانو د نړیوال ژوري پلاوي مشر ماریسو ویبل وویل: «په دغه تیاره او مایوس کوونکي وخت کې، غواړو هغو فلسطیني خبریالانو چې په ډراماتیک وضعیت کې د دغه بحران په اړه راپورونه ورکوي، د پیوستون او د هغو د کار د درناوي په اړه یو قوي پیغام ورکړو.»

د یونیسکو مشرې ادري ازولي وايي چې د فلسطین خبریالانو ته د دغې جایزې ورکول د خبریالانو د زړوتیا ستایل دي چې له سختو او خطرناکو حالاتو سره مخامخ دي.

هغې وویل: «د بشریت په توګه، موږ د بیان ازادۍ ته د هغوی د ژمنتیا او زړورتیا مدیون یو.»

د خبریالانو د ژغونې کمېټه، چې په نیویارک کې ده، وايي چې د اکتوبر په اوومې نېټې د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې ۹۷ خبریالان وژل شوي دي چې ۹۲ یې فلسطینیان دي.

د حماس ډلې په دغې نېټې په اسرائیل بریدونه وکړل او ۱۱۷۰ تنه یې ووژل، د فرانس پرس خبري اژانس وایي د اسرائيلي مقاماتو د شمېرو په اساس، اکثریت وژل شوي ولسي خلک وو.

حماس یو شمېر خلک هم یرغمل کړل. اسرائيلي مقامات وايی چې له حماس سره لا هم ۱۲۹ تنه یرغمل دي، حماس وايي د دغو کسانو له ډلې یې ۳۴ تنه مړه شوي دي.

په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي چې د اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې تر دې دمه ۳۴۵۹۶ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG