د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې مذهبي لږکي د طالبانو له ځورونې او د داعش له ګواښ سره مخامخ دي – رپوټ


په کارته سخي کې د سخي زیارت
په کارته سخي کې د سخي زیارت

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا د متحده ایالتونو کمیسیون ویلي چې د طالبانو د سخت دریځه تفسیرونو له امله په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې دیني او مذهبي ازادي مخ په خرابیدو ده.

د دغه کمیسیون د ۲۰۲۴ کال په راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ مۍ دوهمه (ثور ۱۲مه) خپور شو، هغه هېوادونه په ګوته شوي، چې د ديني او مذهبي ازادۍ په برخه کې تر ټولو بد وضعیت لري.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې مذهبي اقلیتونه په ځانګړې توګه شیعه، هندوان او سیکان د داعش په ګډون د تروریستي ډلو له ګواښ او د طالبانو له خوا له ځورونو سره مخ دي او د دغو اقلیتونو مذهبي ازادي تر پښو لاندې شوې ده.

په تېرو څه دپاسه دوه نیمو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د افغانستان شیعه مسلمان اقلیت تل د وژونکو بریدونو هدف ګرځېدلی او د ډېرو دغو بریدونو پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د متحده ایالاتو د کمیسیون په راپور کې د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې په بدخشان کې د طالبانو د والي په حکم د شیعه او سني ترمنځ د واده منع کول او همدارنګه د طالبانو د حکومت لخوا د نوروز نمانځلو منع کول، په افغانستان کې د شیعه ګانو په وړاندې د تبعیض په توګه اشاره شوې ده.

په راپور کې راغلي چې طالبانو د افغانستان په پوهنتونونو کې د جعفري د فقهې د کتابونو پر تدریس بندیز لګولی چې دا د افغان شیعه اقلیت له حقونو څخه سرغړونه ګڼل کېږي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت څو میاشتې وړاندې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې له خپلو کتابتونونو څخه د حنفي فقهې غیر کتابونه لرې کړي او هغه کسان چې له دغه حکم څخه سرغړونه وکړي مجازات به شي.

پر افغانستان سربېره، ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، هند، اذربایجان، سعودي عربستان، برما، چین، کیوبا، اریتریا، نیکاراګوا، شمالي کوریا، روسیه، نایجریا او ویتنام د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونه بلل شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو محدودیتونه، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د کار، زده کړې او نورو مدني حقونو د بندولو په اړه د دغې ډلې فرمانونه د هېواد پر مذهبي اقلیتونو غیر متناسب اغېز کړی دی.

په راپور کې د متحده ایالاتو له حکومت څخه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ د سیستماتیکو سرغړونو له امله د دې ډلې پر مشرانو چې په دې سرغړونو کې ښکیل دي بندیزونه ولګوي او همدارنګه افغانستان د مذهبي ازادۍ له درکه د "ځانګړې اندیښنې هیوادونو" په لیست کې شامل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG