د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له خوا له زده کړې منع شوې مېرمن څنګه د والي مرستیاله شوه؟


 واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، پر دې او لوڼو یې لګېدلو بندیزونو برېښنا ساپۍ اړه کړه چې له افغانستان څخه ووځي.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، پر دې او لوڼو یې لګېدلو بندیزونو برېښنا ساپۍ اړه کړه چې له افغانستان څخه ووځي.

یو مهال د طالبانو له خوا له زده کړو منع شوې افغانې مېرمنې برېښنا ساپۍ دوې ماسټرۍ کړي او د والي د مرستیالې په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

سږکال د مارچ اتمه په نړۍ کې له ښځو سره د پیوستون نړیواله ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې په افغانستان کې یو ځل بیا په میلیونونو نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوي دي.

له زده کړو محرومې او په زرګونو نورې افغانې مېرمنې چې په سیاسي او بشري برخو کې ځواکمنې وې، مهاجرت کولو ته مجبورې شوې دي.

برېښنا ساپۍ یوه له همدغو مېرمنو ده چې کلونه کلونه یې په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت لپاره کار کړی او د جمهوري نظام تر وروستیو ورځو د لغمان ولایت د والي مرستیاله وه.

خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته پر دې او لوڼو یې لګېدلو بندیزونو اړه کړه چې له افغانستان څخه ووځي.

مېرمن ساپۍ امریکا غږ ته وویل: "زه د سقوط نه وروسته هم لس میاشتې په افغانستان کې وم. په دغه لسو میاشتو کې ما ونه شو کولای چې دندې ته ولاړه شم او زما لوڼې هم له زده کړو محرومې شوې. زه لس میاشتې وروسته یو ناغوښتل شوي مهاجرت ته اړه شومه."

په افغانستان کې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې چې ګڼ شمېر ولایتونو ته د محلي حکومتدارۍ او په سیاست کې د ښځو د لا پراخې ونډې لپاره ښځېنه مرستیالانې وټاکل شوې، د مېرمن ساپۍ په وینا چې دې چارې د ښځو پر ژوند مثبت تاثیر درلود او د لا ښه ژوند په لوري یې چټک قدمونه کېښودل خو اوس مهال افغانې ښځې لومړنیو اساسي حقونو ته له لاسرسي هم محرومې دي.

ساپۍ وايي: "کله چې ما په ولایت مقام کې دنده ترسره کوله، زما هڅه دا وه چې د یو نارینه په پرتله زه ډېره هڅه وکړم، یوازې د ځان لپاره نه بلکې د نورو مېرمنو لپاره تر څو هغه غلط ذهنیتونه بدل کړم چې یوه ښځه په مهمو بستونو کې کار نه شي کولی."

برېښنا ساپۍ
برېښنا ساپۍ

برېښنا ساپۍ چې په تیرو دوه لسیزو کې یې تر ماسټرۍ کچې لوړې زده کړې کړې، وایي د اوسنیو افغانو نجونو په څېر چې پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي، نوموړې هم د طالبانو په تیره واکمنۍ ورته قیمت پرې کړی دی.

هغې د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ دورې ته په اشارې سره وویل: "طالبانو چې کله په افغانستان کې د زده کړو بهیر بند کړ اکثره نجونې لکه زما په څېر واده شوې ځکه میندو او پلرونو پر دې فکر کاوه چې نور بل مسوولیت نشته او بل ویرېدل ځکه هغه وخت هر ډول خلکو کولای شول چې نجونې ځان ته په زور واده کړي."

مېرمن ساپۍ اوسنۍ افغانې مېرمنې د طالبانو د تیرې واکمنۍ په نسبت پیاوړې ګڼې او په خبره یې چې طالبان به لکه د تیر په څېر ونه پایي.

هغې زیاته کړه: "اوسنی نسل هغه میندو روزلی چې طالبانو په خپله تیره واکمنۍ کې د هغوی په پښو کې زنځیرونه اچولي وه او هغوی یې حرکت کولو ته نه پرېښودې خو د هغوی لوڼې اوس د الوتلو هڅه کوي. دوی داسې یو نسل روزلی چې د طالبانو لپاره یوه ننګونه ده."

د بریښنا ساپۍ په څېر، له افغانستان څخه وتلې په سلګونو افغانې فعالانې که څه هم مهاجرت د ځان لپاره یوه ستره ننګونه او درد ګڼي، خو په دې خوښې دي چې له بهره په کور دننه د افغانو مېرمنو لپاره غږ پورته کولای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG