د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د حقونو فعالانې: د نجونو ښوونځي تړلي؛ د نوي کال نمانځلو ته هیڅ دلیل نشته


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعان وايي، په افغانستان کې د پرله پسې درېیم کال لپاره د نجونو د منځنیو او لیسه ښوونځیو تړل د ښځو په وړاندې د طالبانو د حکومت د دریځ نه بدلیدل په ډاګه کوي.

د رخشانه په نوم رسنۍ چې د افغانستان د ښځو په اړوند رپوټونه خپروي، د ۱۴۰۳ کال د نوروز په مناسبت د یوې وېډیو په خپرولو سره د افغانستان د ښځو لپاره له ازمون ډک کال د پیل کیدو خبر ورکوي، چې د دغه کال په ترڅ کې به ښځې په افغانستان کې د تعلیمي مرکزونو د بندېدو تر څنګ د بیکارۍ، فقر او خراب اقتصاد سره مخ شي.

د افغانستان د ښځو د ازادۍ د یو غورځنګ غړو د نوروز په مناسبت په یو پیغام کې د ایکس په ټولنیزه شبکه د افغانستان دننه د مظاهره کوونکو ښځو په یو عکس چې مخونه یې پوښلي دا شعار چې «نوی کال راغلی خو زموږ ورځې لا تیارې دي» لیکلی دی او د نجونو د منځنیو او لیسه ښوونځیو په تړل پاته کیدو یې افسوس څرګند کړی.

د ښځو د حقونو فعالې فوزیه کوفي د نوي کال په مناسبت د ایکس په ټولنیزه شبکه په خپل یو پیغام کې ویلي چې د نجونو د منځنیو او لیسه ښوونځیو بند پاته کیدل د افسوس خبره ده، او اوس دا د نارینو دنده ده چې یو وخت یې مونږ ته د پارلمان د غړو په توګه مراجعه کوله او خپلو نجونو ته یې د ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه کوله" ترڅو خاموش پلته نشي او د معارف په اړه د طالبانو د دریځ په وړاندې له اعتراض سره یوځای شي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې مریم سلیمان خیل په ایکس شبکه کې لیکلي چې «هغه کسان چې د نوروز مبارکي ورکوي او نمانځي یې باید په افغانستان کې له نجونو پوښتنه وکړي چې څومره یې نوروز له خوښیو او جشنونو ډک دی، پداسې حال کې چې د دریم پرله پسې کال لپاره نشي کولای ښوونځیو ته لاړې شي."

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ چې د افغانستان د ښځو د حقونو څخه د دفاع یوه بله ډله ده، د نوي لمریز کال د پیل په مناسبت په یو بیان کې لیکلي چې دغه غورڅنګ هیله من دی چې «ملګري ملتونه به اجازه ورنګړي چې یوه ترهګره د افغانستان د خلکو پر برخلیک باندې واکمن اوسي او ښځې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې پاته شي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت په یوه اعلامیه کې لیکلي: « د ۱۲ کلنو پورته عمر نجونو لپاره ښړنځي ته د نه تګ ۹۰۰ ورځې تیریږي، او دغه اداره په افغانستان کې له واکمنو چارواکو څخه غواړي چې دغه غیر عادلانه او ناوړه بندیز لرې کړي.»

طالبانو نیوکو ته په غبرګون کې تل په افغانستان کې د نجونو د زده کړې مسله یوه داخلي مسله بللې ده. په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو راهیسې په افغانستان کې د نجونو منځني او لېسې ښوونځي تړل شوي، که څه هم طالبانو په پیل کې ویلي وو چې د نجونو پر زده کړو بندیز لنډمهاله دی، خو له دوه نیمو کلونو وروسته دغه محدودیت او محرومیت په خپل ځای پاتې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG