د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو خبرداری: نړۍ دې د سختي ګرمۍ څپې ته ځان چمتو کړي


په داسې حال کې چې د شمالي کرې هېوادونو کې سخته ګرمي ده، ملګرو ملتونو نن سه شنبه جولاۍ ۱۸ (سرطان۲۷) خبرداری ورکړ چې نړۍ دې د سختي ګرمۍ څپې ته ځان تیار کړي.

په شمالي امریکا، اروپا او اسیا کې روغتیا چارواکو له خلکو څخه غوښتي دي چې له سوځوونکي لمر څخه ځانونه وساتي او اوبه ډېرې وڅښي. دا د اقلیم بدلون لوی تاثیرات ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې د ادارې مشاور جان نایرن خبریالانو ته وویل: «دا سختي څپې به روانې وي او نړۍ باید شدیدي ګرمۍ ته ځان چمتو کړي.»

هرکال په نړۍ کې د شدیدي ګرمۍ له کبله زرګونه کسان مري.

نایرن خبرداری ورکړ چې د دې شدیدې ګرمۍ له کبله ښار مېشتو او مسنو خلکو ته د روغتیايي ستونزو خطرونه مخ په زیاتېدو دي.

نوموړي وویل چې د «النینو» د پديدې له کبله به په نړۍ کې د ګرمۍ څپې نورې هم زیاتې شي. «النینو» یوه طبعي پدیده ده، چې په نړۍ کې له شدیدې ګرمۍ، وچکالۍ او په ځینو سیمو کې له شدیدو بارانونو سره تړاو لري.

ملګري ملتونه وايي چې «النینو» په لاره ده او ممکن د ۲۰۲۳ کال تر نمايي پورې په ټولې نړۍ کې روانه وي.

په شمالي کره کې د ۱۹۸۰ کال په پرتله ګرمي شپږ برابره زیاته شوې ده. نایرن دې ته په اشارې وویل چې په ګرمۍ کې د کموالي کومه نښه نه ښکاري. هغه وویل چې په شپه کې د موسم ګرمېدل د ورځې په پرتله خطرناک دي.

کارپوهان وايي چې د انسان له لاسه د اقلیم بدلون د ګرمۍ لوی علت دی.

XS
SM
MD
LG