د لاس رسي وړ اتصالات

د مطبوعاتو ازادۍ نړیواله ورځ؛ یوناما د افغان خبریالانو په ملاتړ او خوندیتوب ټینګار کړی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې مې درېمې نیټې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ویلي چې د افغان خبریالانو ملاتړ او ساتنه باید وشي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما د دفتر مشرې روزا اوتنبایووا ددې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې چې د جمعې په ورځ مې درییم (ثور۱۴) د ایکس په پاڼه یې خپور کړی ویلي چې د یو ملت د باخبره ساتلو، هوسا او د پوهنې، چاپیریال، روغتیا، اقتصاد او ښه حکومتوالۍ لپاره د افغان خبریالانو کار د ټولو افغانانو لپاره اړین دی.

میرمن اوتنبایووا ویلي: " لکه څنګه چې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې درناوی کوو، په ټول افغانستان کې د خبریالانو د کار څخه چې د لوی خطر په منلو سره د خپل ملت د خبرولو لپاره هڅې کوي ستاینه کوو. هغوی باید وستایل شي ملاتړ او ساتنه یې وشي".

د مې د میاشتې درییمه په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته خبریالان او رسنۍ د ګڼو ننګونو او ګواښونو سره مخ شوي دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ د ادارو د راپورونو پر اساس په سلګونو رسنۍ د طالبانو د فشارونو او اقتصادي عواملو له امله تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په سلګونو خبریالان له افغانستان څخه بهر ته کډه شوي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ددې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه ویلي چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې دغې کمیټې په افغانستان کې د ځینو رسنیو د فعالیت د بندیدو په ګډون د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پیښې ثبت کړي دي.

دغې کمیټې ویلي چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې افغان خبریالان معلوماتو ته د لاس رسي او خوندیتوب په برخو کې د ډیرو ستونزو سره مخ وو.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د افغانستان له اسلامي امارت (طالبانو حکومت) څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې لازم ګامونه واخلي. د دې سربېره، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه ټینګار کوي، چې د خبریالانو او رسنیو اړوند ټولو قضایاو ته د ټولیزو رسنیو د قانون په چوکاټ کې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون له لارې رسیدګي وشي".

همداشان دغې کمیټې د خبریالانو رسنیز کار د ملاتړ په برخه کې ملاتړي میکانیزمونو فعالولو او معلوماتو ته د خبریالانو د لاسررسي په برخو کې د اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې موندنې ښیې چې په تېر یوه کال کې د نارینه خبریالانو په شمېر کې ۱۰ فیصده او د ښځینه خبریالانو په شمېر کې ۱۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دغې کمېټې موندنې همدا رنګه ښیې، چې د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو را وروسته ۲۱ راډیوګانو، پنځو خبرې اژانسونو او درېیو تلویزیوني چینلونو په کار پیل کړی دی.

په عین وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو راپور کې په افغانستان کې په تیرو ۱۲ میاشتو کې د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د لازیاتو محدودیتونو د لګیدلو او په پراخه کچه د افغان خبریالانو په نیولو ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د طالبانو د حکومت ددغو کړنو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

دغه مرکز ویلي: " موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې راهیسې تراوسه پورې رسنۍ او خبریالان د د ازادۍ د د کچې او د خپلو اساسي او قانوني حقونو له پلوه د تیرې دورې (مې درییم ۲۰۲۲ ) پرتله د لا زیاتو محدودیتونو سره مخ وو او په پراخه کچه حقونه یې نقض شوي دي".

همدارنګه دغه مرکز په تیرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو د نیولو د ۶۴ پیښو په ګډون د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ۱۳۶ سرغړونو د ثبت خبر ورکړی دی. په دې پیښو کې د خبریالانو د ګواښوولو۷۲ پیښې هم شاملې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو له خوا پر خبریالانو او رسنیو باندې محدودیتونه لا زیات شوي دي چې د رسنیو په کارونو کې ددغې ډلې د استخباراتو د لاس وهنو سربیره د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت هم د خبریالانوڅخه پلټنې او حتی بندیانوي.

په دې راپور کې ویل شوي: " په دغسې یو وضعیت کې د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون نقش چې د ټولیزو رسنیو د قانون پر اساس جوړ شوی څنډې ته شوی دی او حتی چې دا کمیسیون په ډیرو برخو کې د رسنیو د ځپلو د سیاست په یوې وسیلې بدل شوی دی او د رسنیو د تړلو او ځندولو په تړاو کې حکمونه صادر کړي دي".

دغه مرکز په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په وضعیت دا اندیښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چې د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان د ۱۵۲ مقام څخه ۱۷۸ مقام ته ښکته شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG