د لاس رسي وړ اتصالات

د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ بمي چاودنې یو پاکستانی خبریال وواژه


صدیق مینګل د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د پریس کلب مشر
صدیق مینګل د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د پریس کلب مشر

د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د جمعې په ورځ مې دریمه (ثور ۱۴) د مطبوعاتو د ازادۍ په نړېواله ورځ د یو سیمه ییز خبریال په موټر بمي چاودنه وشوه، چې هغه او دوه لارویان یې ووژل.

سیمه ییز پولیس وايي، د بلوچستان ایالت په خضدار ولسوالۍ کې د نن ماسپښین په برید کې اوه تنه ټپیان شوي هم دي، چې اکثر یې مسافر دي. پولیسو وژل شوی خبریال صدیق مینګل د ولسوالۍ د پریس کلب مشر وباله او ویې ویل چې ظاهراً د برید هدف هغه و.

د سیمې د پولیسو یو افسر غلام مصطفی رند، امریکا غږ ته د تلیفون له لارې وویل چې مینګل په یوه ګڼه ګوڼه لار ورو موټر چلاوه چې یو نامعلوم موټر سایکل سپاره د هغه په موټر باندې په کور کې جوړ شوی مقناطیسي بم ونښاوه.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف دفتر په یو بیان کې ویلي چې د مینګل پر شهادت یې ژور خفګان څرګند کړی دی.

سمدستي هیڅ یوې ډلې په بلوچستان کې چې د طبیعي زیرمو له درکه بډایه سیمه ده ددغه برید مسولیت ندی منلی؛ چیرته چې په دې وروستیو کې نږدې هره ورځ په کې بریدونه کیږي چې د اکثرو مسولیت بلوڅ یاغیان په غاړه اخلي. د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې وسله وال او د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته وفادار وسله وال هم په دې سیمه کې فعال دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونه هم په دې تورن دي چې په دې صوبه کې د خپلو عملیاتو پر وخت د دوی د ترهګرۍ ضد عملیاتو منتقدینو باندې بریدونه کوي او یو شمیر خلک په جبري توګه بې درکه کیږي.

د جمعې د ورځې برید د هغو خطرونو یوه بله بیلګه ده چې خبریالان په پاکستان کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو له خوا د خپل کار په ترڅ کې ورسره مخامخ دي. بې پولې خبريالان، يا RSF، چې په نړۍ کې د مطبوعاتو ازادۍ ته وده ورکوي، پاکستان یې د خبريالانو لپاره د نړۍ يو له خطرناکو هېوادونو څخه په لست کې شامل کړی د چې هر کال له درې څخه تر څلورو پورې ژورنالستان په کې وژل کیږي او اکثر هغه خبریالان په نښه کیږي چې د اداري فساد او غيرقانوني قاچاق له قضيو سره تړاو لري او د پیښو عاملین په بشپړه توګه سزا نه مومي."

د بې پولې خبریالانو سازمان RSF د مطبوعاتو د ازادۍ په کلني جدول کې چې نن د جمعې په ورځ خپور شو، په ۲۰۲۴ کې پاکستان له ۱۵۰ درجې څخه ۱۵۲ ته ښمته کړی چې دا په دې هیواد کې د مطبوعاتو د ازادۍ خراب وضعیت په ګوته کوي. دا شاخص په مختلفو هیوادونو کې د خبریالانو او رسنیو لپاره د موجودې ازادۍ کچه ارزوي.

په عین حال کې، د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، یا CPJ، د جمعې په ورځ مې دریمه له پاکستان څخه وغوښتل چې د ټلویزیون د مشهور نطاق حامد میر د په نښه کولو او هغه ته د مرګ ګواښونو او آنلاین ځورونې په اړه سمدستي تحقیقات وکړي.

د مطبوعاتو د آزادۍ یو نړیوال مدافع وکیل په یو بیان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ته وویل چې ښاغلي میر، چې په جیو نیوز کې د یوې مشهورې سیاسي خپرونې "کیپیټل ټاک" کوربه دی، او لږترلږه د وژنې له دوو پخوانیو هڅو څخه ژړندی پاته شوی په ټولنیزو رسنیو کې د مرګ ډیر ګواښونه او اخطارونه یې ترلاسه کړي دي.

د پاکستان صدراعظم شریف د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو بیان کې وویل چې د هغه حکومت د پاکستاني خبریالانو د خوندیتوب د یقیني کولو هوډ کړی او ویلي یې دي چې د بیان ازادي "د ډموکراسۍ بنسټ او د مدني حقونو ساتنه ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG